د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ټینګار کړی چې ماشومان له بنسټیزو اړتیاوو لکه خوراک، اوبه او زدهکړه هاخوا، د سالمي رواني روغتیا لپاره لوبو ته اړتیا لري. دا اداره د دوشنبې په ورځ، د ۱۳ دلو په اعلامیه کې چې په ایکس پاڼه خپره سوه، ویلي چې لوبې د زدهکړې پیاوړتیا، د رواني روغتیا ساتنه او د ماشومانو د فزیکي روغتیا په ملاتړ کې کلیدي رول لري. د لوبو زمینه برابرول ماشومانو سره مرسته کوي چې رواني فشارونه ښه مدیریت کړي، ټولنیزې او پوهنیزې وړتیاوي پراخي کړي او د ستونزو په وړاندي لا ډیر زغممن سي.
یونیسف په داسې شرایطو کې دا خبرداری ورکوي چې ماشومان په افغانستان کې د ژوند له سختو چاپیریالونو سره مخ دي او د هغوی رواني روغتیا خورا زیانمنه سوي ده. د څو لسیزو جګړې، دوامداره تاوتریخوالي، پراخ بې ځایه کېدنه، طبیعي ناورینونو او اقتصادي بحران له امله میلیونونه ماشومان له عادي ماشومتوب څخه محروم پاتې سوي دي. د یونیسف تازه راپورونه ښايي چې شاوخوا ۴۰ سلنه افغان ماشومان له رواني ستونزو سره مخ دي، د هر اووه ماشومانو څخه یو یې خپګان لري او ډېری یې شدیده اندېښنه، د خوب اختلال او چلندي ستونزې تجربه کوي. د زدهکړې د امکاناتو کمښت، د رواني روغتیا خدماتو ته سخت محدود لاسرسی، او مستقیم تجربه سوې تاوتریخوالی او فقر دغه زیان نور هم زیات کړی دی.
له علمي لیدلوري، لوبې یوازې ساده تفریح نه، بلکې د ماشومانو د مغزي او عاطفي ودې لپاره اړینه وسیله ده. د ماشومانو د روانشناسي څېړنې ښايي چې لوبې د فشار د هورمون (کورتیزول) کچه کمه وي، د ستونزو د حل او همدردۍ مهارتونه پیاوړي کوي او ماشومانو سره مرسته کوي چې د ژوند سختې تجربې وزغمي. په افغانستان کې، چیری چې ډېری ماشومان حتی د منډې وهلو او لوبو لپاره خوندي ځای نه لري، د دې فرصت نشتوالی کولی سي د اوږدمهاله رواني ستونزو د زیاتوالي، د زدهکړې د کموالي او د نسلي زیانونو په لړۍ کې د پراختیا سبب سي.
یونیسف د دې بحران په ځواب کې، داسې پروګرامونه پراخ کړي لکه «د ماشومانو دوستانه فضاګانې» (Child-Friendly Spaces) چې ماشومانو په ورته وخت هم لوبې وکړي، هم زدهکړه وکړي او هم رواني او ټولنیز ملاتړ ترلاسه کړي. د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو لپاره د بشردوستانه اقدام په پروګرام کې، یونیسف ۹۵۰ میلیونه ډالر غوښتلي څو ۶.۵ میلیونه ماشومانو ته د رواني روغتیا، زدهکړې او لوبو محوري فعالیتونه برابر کړي. خو د بودیجې کمښت، عملیاتي محدودیتونه او امنیتي ستونزې د دې اهدافو ترلاسه کول خورا سخت کړي دي.
د یونیسف دا اعلامیه ددي یادونه کوي چې پرته له دې چې د لوبې اساسي حق ته پام وسي، د افغانستان د بیا رغونې او د راتلونکي نسل ساتنې لپاره هېڅ پروګرام بشپړ نه سي ګڼل کېدای. نړیواله ټولنه باید د لوبو د خوندي فضاګانو د رامنځته کولو، د والدینو د روزنې او د لوبو محوري فعالیتونو یوځای کول په تعلیمي او بشردوستانه پروګرامونو کې لومړیتوب ورکړي، ترڅو افغان ماشومان نه یوازې ژوند وکړي، بلکې ریښتیني وده وکړي او د خپل ځان او هېواد لپاره سالمه راتلونکې جوړ کړي.



