له ترکمنستان څخه د افغانستان د برېښنا د واردولو قرارداد وغځول شو

تمدید قرارداد واردات برق افغانستان از ترکمنستان 

د معمار پرس د خبر له مخې؛ برېښنا شرکت چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی دی چي له ترکمنستان څخه د برېښنا د واردولو قرارداد تر ۲۰۲۵ کال پورې وغځول شو. دغه شرکت اعلان کړی چې دغه قرارداد ترکمنستان ته د دغه شرکت د مشر عبدالباری عمر د سفر په ترڅ کې وغځول شو. افغانستان د برېښنا د اړتیا لویه برخه له تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان څخه د برېښنا په واردولو سره برابروي. له دې سره سره د هېواد اوسېدونکي هر کال په سړو او ګرمو موسمونو کې د برېښنا له اوږدمهاله بندښت څخه شکایت کوي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د پاکستان له زندانونو د ۲۳ افغان بندیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه