له ایران څخه څه باندې ۱۷۰۰ افغان کډوال راستانه شول

له ایران څخه څه باندې ۱۷۰۰ افغان کډوال راستانه شول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه (د حمل ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی په ایران کې مېشت یو زره او ۷۱۹ افغان کډوال د حمل په ۱۴مه د هرات د قلعه اسلام له لارې افغانستان ته راستانه شول. د طالبانو د مهاجرت وزارت ویلي دي چی د دغو کسانو له جملې څخه چې کورنۍ او سنگلان هم په کې شامل وو، ۴۹۷ تنه اړمن وپیژندل شول او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شول او دوی خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې د واکمنۍ او د فقر او بیکارۍ په زیاتیدو سره په میلیونونو هیوادوال له هیواده تېښتې ته اړ شول

بیشتر بخوانید:  د کډوالۍ نړیوال سازمان: په تیرو دوو اونیو کې له ۱۱۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x