معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د طالبانو تر ادارې لاندې د برشنا شرکت د چهارشنبې په ورځ، د ۲۹ دلو، د ایران اسلامي جمهوریت سره يي د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره بریښنا د اخیستلو د تړون د غځونې خبر ورکړ.
د برشنا په خبرپاڼه کې ویل سوي چې د افغانستان یو پلاوی د برشنا د رئیس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ تهران ته سفر کړی، د ایران د بریښنا د انتقال او توزیع شرکت له مسؤلینو سره یې لیدنه کړې او د نوي تړون د غځونې هوکړه یې امضا کړې ده.
د برشنا د اعلان له مخې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان د بریښنا د تأمین په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو د دوام په اړه هوکړه وکړه.
سره له دې، افغانستان لا هم په پراخه کچه په وارداتي بریښنا پورې تړلی دی. اوس مهال یوازې شاوخوا ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د هیواد دننه تولیدیږي، په داسې حال کې چې د برشنا د اعلامیې له مخې د هیواد اصلي اړتیا شاوخوا ۷۰۰۰ میګاواټه بریښنا ده.
په داسي حال کې چي افغانستان خپله بریښنا له ایران، ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان څخه ترلاسه کوي. وارداتي بریښنا له ازبکستان څخه، چې د انرژۍ د اصلي سرچینو څخه یوه ګڼل کېږي، د کابل ښار او څو نورو ولایتونو لپاره د بریښنا لویه برخه برابروي.




