د معمار پرس د خبر له مخې؛ نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې شاوخوا ۱۰۰ غیرقانوني هندي کډوال له متحده ایالاتو څخه په یوه الوتکه کې هند ته لیږدول شوي دي. د دغو غیرقانوني کډوالو لومړۍ الوتکه د چهارشنبې په ورځ، د فبروري په پنځمه هند ته ورسېده. د راپورونو له مخې، هند په متحده ایالاتو کې د مکسیکو او ایلسلواډور وروسته تر ټولو زیات غیرقانوني کډوال لري. له متحده ایالاتو څخه د غیرقانوني هندي کډوالو ایستل په داسې وخت کې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند صدراعظم ناریندرا مودي واشنګټن ته بلنه ورکړې ده.

- 33
- کې خپور شو 11:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 119695
- February 6, 2025
- کې خپور شو 11:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 119695
- February 6, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



