د نړۍ د وسلو صنعت په بېساري سرعت وده کوي او د وسلو جوړولو لوی شرکتونه د حیرانونکي عایداتو راپورونه ورکوي. د استکهلم د سولې نړیوالو څېړنو انسټیټیوټ (سیپري) تازه راپور ښيي چې د ۲۰۲۴م کال په جریان کې د نړۍ د سلو سترو وسلو جوړوونکو شرکتونو عاید ۶۷۹ میلیارده ډالر ته رسېدلی دی؛ چې دا د وسلو صنعت د تاریخ تر ټولو لوړ رقم بلل کېږي. په همدې کې، څلور الماني شرکتونو په یوازې توګه له یوې درې برخې څخه زیات د عایداتو لوړوالی تجربه کړی دی؛ داسې زیاتوالی چې د اوکراین او غزې له جګړو سره نېغې اړیکې لري. دغه شمېرې د نړۍ هغه تریخ واقعیت انځوروي چې انسانیت یې له دیپلوماسۍ لرې کړی او د ټوپک ژبه یې مخکښه کړې ده؛ داسې وضعیت چې هره چاودنه، هر توغول سوې توغندي او هره ویشتل سوې ګولۍ د وسلو د شرکتونو ونډې لوړوي. دا اقتصادي کړۍ په یوه روښانه تضاد ولاړه ده.
په داسې حال کې چې اروپا او امریکا ځان د سولې او دموکراسۍ مدافعین بولي، د همدې هېوادونو وسلو جوړوونکي تر ټولو زیات له نړیوالې نا امنۍ ګټه اخلي. نږدې ټول ۲۶ اروپايي شرکتونه چې د سیپري په لیست کې شامل دي، ۱۳ سلنه د پلورلو زیاتوالی لري. د امریکا لاکهیډ مارتین بیا د دې فهرست په سر کې ولاړ دی او د غزې او اوکراین له ورانیو نه ستړې کېدونکې ګټه ترلاسه کوي. دا تولیدي او مصرفي جغرافیه یو بنسټیز سوال راپورته کوي: ولې آسیا او منځنی ختیځ، چې ډېر تولید نه لري، تر ټولو لوی مصرفوونکي دي؟ ځواب یې په هغو جګړهپالو سیاستونو کې نغښتی چې د تېرو پنځوسو کلونو مخینه یې جوړ کړې ده. افغانستان د دې خونړیو معادلاتو څرګند مثال دی. څلوېښت کاله جګړو دغه هېواد د سپکو وسلو او مهماتو یو دایمي بازار ته واړوه. افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ په لسو سترو واردوونکو هېوادونو کې شامل وو.
دې دوام افغانستان د یوې ژوندۍ تجربوي لابراتوار په څېر بدل کړ، چې پکې لوېدیځو او ختیځو شرکتونو خپلې نوې نظامي ټکنالوژۍ ازمویلې او سترې ګټې یې ترلاسه کړې. تضاد دا دی چې لوېدیځ ځواکونه د نړۍ حساسو سیمو کې د جګړو د رامنځته کولو ځایونه په دقت ټاکي، څو هممهاله بېثباتي هم زیاته کړي او له هغې ګټه هم واخلي. دغه شرکتونه د خپلو حکومتونو له رسمي سیاستونو سره همغږي د لوېدیځې اقتصادي دورې په پیاوړتیا کې کلیدي رول لوبوي. له یوې خوا د نورو هېوادونو د جګړو لمبې بلې ساتي، او له بلې خوا د دې خونړۍ سوداګرۍ پیسې جیبونو ته اچوي.
خو راتلونکی داسې ناهیلې کوونکی انځور وړاندې کوي چې پکې دیپلوماسي ورکه سوې او د ټوپک غږ یوازینۍ خبرې اترې پاتې دي. تر هغو چې د جګړې ګټه د سولې له ارزښت څخه زیاته وي، او د وسلو شرکتونه د انسانیت له وجدان څخه پیاوړي شریکان ولري، دا وینهبهېدونکی دوران به دوام لري. نړۍ هر ځل چې په افغانستان، غزه، اوکراین یا بل هر ځای کې یوه چاودنه کېږي، له تلپاتې سولې یو بل ګام لرې کېږي؛ په داسې حال کې چې هغه ځواکونه او شرکتونه چې له جګړې ګټه اخلي، د دې وضعیت دوام ته علاقه مندی لري.



