د یاد خبر له مخې؛ دا خبره د برېښنا کمپنۍ ویاند حکمت الله میوندي د طالبانو له لوري کړې ده چي له ازبکستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک شو. د برېښنا کمپنۍ لپاره د طالبانو ویاند نن سهار (چهارشنبه، د قوس ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دغه قرارداد د برېښنا کمپنۍ اجرائيه رئيس عبدالباري عمر د ازبکستان د برېښنا کمپنۍ له رئيس سره لاسليک کړ. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د خپلې اړتیا ۷۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان څخه پوره کوي. دا واردات په ځانګړې توګه لویو ښارونو او صنعتي تاسیساتو ته د بریښنا رسولو لپاره حیاتي دي.

- 81
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113462
- کې خپور شو 4:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 113462
- December 18, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113462
- کې خپور شو 4:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 113462
- December 18, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 18:25 - December 18, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



