د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي دغه څرګندونې کړې دي چی افغانان کولای شي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اقتصادي زون کې له ویزې پرته سفر وکړي. هغه دا هم وويل چې د کابل او تاشکند اړيکې په لوړه کچه دي او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې دغه اړيکې نورې هم پراختيا ومومي. ایرګاشیف چې د فاریاب له طوطي میدان څخه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو د استخراج د تړون د لاسلیک په غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه: موږ هیله من یو چې د دغه تړون په پلي کېدو سره به زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.» هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په جوړ شوي اقتصادي زون کې افغانان له ویزې پرته سفر کولای شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104271
۱ میاشت پیش
شماره خبر 104271
منتشر شده در ۱۶:۵۲ - میزان ۲۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email