قطر: د فوټبال د نړیوال جام له پیل سره به امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر ودرېږي

قطر: د فوټبال د نړیوال جام له پیل سره به امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر ودرېږي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ NBC دغه خبر د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۶مه) د مهاجرینو د ملاتړو سرچینو، د امریکا د کانګرس د مرستیالانو او د قطر د حکومت له پلانونو سره د آشنا یوې سرچینې په حواله ورکړی دی.

د قطر چارواکو ویلي، دوی پلان لري چې امریکا ته د افغان کډوالو د ایستلو الوتنې په داسې حال کې ودروي چې دغه هېواد راتلونکې میاشت د فوټبال نړیوال جام کوربه توب کوي.

سرچينې زياته کړې، چې د نومبر په ٢٠مه د نړيوال جام د پيل او لومړۍ لوبې له پيلېدو سره، د قطر حکومت پرېکړه کړې، چې په موقت ډول کابل ته الوتنې بندې کړي او د ويزو ورکول تر بل خبرتيا پورې وځنډوي.

دا په داسي حال کي ده چي په قطر کې د کډوالو په کمپونو کې څو زره افغانان امریکا ته د تللو انتظار باسي او زرګونه نور افغانان په دغه هېواد کې په نامعلومه ډول ژوند کوي.

تېره ورځ فاکس نیوز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کمزوري فعالیت له امله په سلګونه زره افغان اتباع چې ټاکل شوې وه له دغه هېواده واستول شي، تر اوسه کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: د افغان او ازبک سوداګرو اندېښنې به حل شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x