د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ شیخ محمد بن عبدالرحمان آلثاني، د قطر لومړيوزیر او د بهرنیو چارو وزیر، د دوحې د ۲۳مې ناستې په وینا کې څرګنده کړه چې قطر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په هواري کار کوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په شپه، ۱۶ د قوس، له امریکایي خبریال تاکر کارلسون سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان او فلسطین په څېر بېثباته هېوادونه د ټولشموله سیاسي مشارکت اړتیا لري او د دغو سیمو د بحرانونو حل د اصلي لوبغاړو له پامه پرته ممکن نه دی.
لومړيوزیر ټینګار وکړ چې قطر د سیمې په بحرانونو کې د منځګړیتوب په برخه کې مهم رول لري او د افغانستان په اړه یې وویل: «له ټولو ذيدخل اړخونو سره له خبرو پرته، دوامداره سوله ناشوني ده.»
قطر په تېرو کلونو کې د طالبانو، امریکا او د افغانستان د پخواني حکومت د استازو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه پاتې سوی چې پایله یې د «دوحې تړون» او د امریکایي ځواکونو وتل وه.
همدارنګه، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو له پیل وروسته، د دواړو لوریو لومړۍ ناسته د قطر په منځګړیتوب په دوحه کې ترسره سوه چې پکې د اوربند پر سر توافق وسو. خو وروسته دوه ناستې چې په استانبول کې وسوې، پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې او د اوربند تړون هم مات سو.



