د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، نن یکشنبه، د قوس ۱۶مه، د دوحې د کلني کنفرانس په دویمه ورځ وویل چې د قطر منځګړیتوب تجربه ښيي چې له ټولو ښکېلو لورو سره خبرې کول د سولې د هر پرمختګ لومړنی شرط دی، او دا تګلاره د افغانستان په قضیه کې بریالۍ وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې هېواد یې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو کوربتوب وکړ، هغه خبرې چې په پایله کې د فبروري ۲۰۲۰ د دوحې موافقه لاسلیک سوه.
هغه ټینګار وکړ چې د قطر سیاست پر دیپلوماسۍ او همکارۍ ولاړ دی او دغه روحيه به د نورو بحرانونو د حل لپاره هم کارېږي.
شیخ آل ثاني څرګنده کړه چې هره جګړه خپل ځانګړی دینامیک لري، له همدې امله د افغانستان منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ له منځګړیتوبه جلا دی. هغه وویل: «ستره ستونزه په وروستۍ قضیه کې دا وه چې امریکا پیل کې یوازې له اسراییلي لوري سره تعامل کاوه، خو کله چې له دواړو لوریو سره خبرو ته کښیناست، د غزې په اوربند کې معنا لرونکی پرمختګ وسو.»
د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د سیمې اختلافات ډېری وخت د هېوادونو او ډلو ترمنځ یو شان رامنځته کېږي، نو قطر هڅه کوي له ټولو لوریو سره اړیکې فعاله وساتي څو د ټولو لپاره د منلو وړ حللارې وموندل سي.
د دوحې کلنی کنفرانس هر کال د دولتي چارواکو، څېړونکو، دیپلوماتانو او د نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره ترسره کېږي او د سیمې له مهمو دیپلوماټیکو پېښو څخه شمېرل کېږي.



