د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبه د عقرب په ۶ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت مشر قلندر عباد له یوه پلاوي سره قطر ته تللی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، چې ښاغلی عباد به په دغه سفر کې له قطري چارواکو، د روغتیايي موسسو او د نړۍ د هېوادونو له استازو سره وګوري. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې د دغه سفر موخه د نړیوالو همکاریو جلبول او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6640
۱ کال پیش
شماره خبر 6640
منتشر شده در ۱۳:۴۱ - عقرب ۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email