قطر او طالبانو د افغان کارګرانو د لیږلو په اړه هوکړې ته ورسېدل

نشست مشترک کاری قطر و طالبان و تمرکز بر اعزام نیروی کار به خارج

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قطر حکومت اعلان وکړ چې په دوحه کې له طالبانو سره د ګډ کاري ځواک کمیټې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د قطر او افغانستان ترمنځ د کار په ډګر کې د وروستیو پرمختګونو او نورو اړوندو مسلو په اړه بحث وشو. خو د قطر حکومت د غونډې د اجنډا په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده. طالبانو مخکې له دې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له قطر څخه غوښتي وو چې د افغان کارګرانو لپاره د کار زمینه برابره کړي. په دې برخه کې، د قطر حکومت د دې غونډې په جوړولو او د طالبانو د پلاوي په رسمي هرکلي سره د اقتصادي همکارۍ په لور ګامونه پورته کړي دي.

بیشتر بخوانید:  یونیسف: د افغانستان روغتیايي سیستم نه دی سقوط کړی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه