د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د یکشنبې په ورځ (د اګست ۳مه، ۲۰۲۵) په الماتا کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې “په افغانستان کې اوږدمهاله سوله او دوامداره پرمختګ د سیمه ییز امنیت د ډاډمنولو لپاره خورا مهم دي.”
دا غونډه په الماتا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیایي موخو (SDGs) لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز د جوړولو لپاره د یوې موافقې له لاسلیک سره سمون خوري.