د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د قزاقستان ولسمشر قاسمجومارت توکایف د ترکمنستان په نړیواله ناسته «سوله او باور» کې د افغانستان د ملاتړ پر دوام او د ثبات د تأمین لپاره د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
توکایف د جمعې په ورځ، د قوس ۲۱مه، د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په حضور کې وویل چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د سیمې د پراخ امنیت لپاره حیاتي ده. هغه همدارنګه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا د موخو لپاره د سیمهییز مرکز رول، چې په الماتي ښار کې موقعیت لري، لا پیاوړی سي او څرګنده یې کړه چې دا مرکز باید د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د پله په توګه عمل وکړي.
د قزاقستان ولسمشر همدارنګه له افغانستان سره د هېوادونو د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه او دا یې د سیمې د امنیت د تضمین لپاره مهم وبلل.
هغه د ترکمنستان د پلازمېنې عشقآباد په نړیواله ناسته «سوله او باور» کې وویل چې د بشري پېچلو ستونزو حل او د افغانستان بیا رغونه اړینه ده.
قزاقستان په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې او د دې ډلې له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ګرځېدلی دی. د آستانې حکومت د روان میلادي کال په پیل کې د طالبانو نوم د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه وایست؛ هغه اقدام چې له دې ډلې سره د رسمي تعاملاتو لاره یې هواره کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د قزاقستان د ولسمشر پر افغانستان د ملاتړ ټینګار، د طالبانو د واکمنۍ له امله د رامنځته سوې بېثباتۍ د پایلو د مدیریت لپاره د سیمهییزو هڅو یوه برخه بلل کېږي. خو له طالبانو سره د قزاقستان اقتصادي نږدېوالی ښايي د اعلان سوو پراختیايي موخو او د افغانستان د سیاسي ترینګلو واقعیتونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.




