قزاقستان د افغان–ترانس اورګاډي د عملي کېدو لپاره پر سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار کوي

د قزاقستان ولسمشر ویلي چې د افغان–ترانس اورګاډي پروژه کولی سي د سیمې د سوداګرۍ دودیز مسیرونه له سره تعریف کړي او د افغانستان او منځنۍ آسیا ځای د نړیوالې ترانسپورتي شبکې په کچه بدل کړي.
قزاقستان د افغان–ترانس اورګاډي د عملي کېدو لپاره پر سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار کوي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د اوراسیا اقتصادي اتحادیې په اقتصادي ناسته کې، چې د سن‌پترزبورګ ښار کې جوړه سوې وه، وویل چې د افغان–ترانس اورګاډي پروژه د دې وړتیا لري چې د نړیوال ترانسپورټ په شبکه کې د منځنۍ آسیا رول په بنسټیز ډول بدل کړي.

د توقایف په وینا، دغه لار به د سیمې هېوادونو ته دا زمینه برابره کړي چې د جنوبي آسیا بازارونو او تر هغې هاخوا سیمو ته مستقیم لاسرسی ومومي او پر اوسنیو اوږدو او لوړ لګښت لرونکو لارو تکیه کمه کړي.

د قزاقستان ولسمشر ټینګار وکړ چې د دې لارې د بشپړ او اغېزمن کارولو لپاره اړینه ده چې د پروژې ښکېل هېوادونه خپل د اورګاډي شبکې همغږې او پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ له ګډې همغږۍ او دقیق پلان جوړونې پرته، دا پروژه نه سي کولی په سیمه‌ییز ترانزیت کې خپل اصلي رول ولوبوي.

توقایف همدارنګه له سیمه‌ییزو مالي بنسټونو، په ځانګړي ډول د اوراسیا د پراختیا له بانک څخه وغوښتل چې د دې پروژې د مالي ملاتړ لپاره فعاله ونډه واخلي. د هغه په وینا، د دغو بنسټونو ملاتړ کولی سي د پروژې د عملي کېدو بهیر چټک کړي.

د قزاقستان د ولسمشر د څرګندونو ترڅنګ، په سیمه کې سرچینو راپور ورکړی چې د افغان–ترانس اورګاډي د لارې هېوادونو ترمنځ تخنیکي خبرې اترې پیل سوې دي، څو د همکارۍ څرنګوالی وټاکل سي.

په دغو خبرو کې د مسؤلیتونو وېش، د مالي سرچینو برابرول، د اورګاډي د پټلیو معیاري کول او د ګډو امنیتي میکانېزمونو رامنځته کول تر بحث لاندې نیول سوي دي.

د راپورونو له مخې، یو له هغو وړاندیزونو څخه چې دا مهال پرې غور روان دی، د «ترانزیت د همغږۍ مرکز» جوړول دي؛ داسې مرکز چې د پروژې د تطبیق څارنه، د توکو د لېږد مدیریت او د احتمالي اختلافاتو حل به پر غاړه ولري. ټاکل سوې ده چې دغه مرکز د لارې هېوادونو او سیمه‌ییزو مالي بنسټونو په ګډه همکارۍ فعالیت وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x