دمعمار خبري اژانس راپور له مخي؛ د قاسم جومارت توکایف، د قزاقستان د ولسمشر، پاکستان ته د سفر په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۱۵ دلو) په بېلابېلو برخو کې، چې پکښې نفت، کانونه او بحري چارې شاملې وې، ۳۷ د همکاریو تړونونه او یادداشتونه لاسلیک کړل. دا د قزاقستان د ولسمشر پاکستان ته په تېرو ۲۳ کلونو کې لومړنی رسمي سفر ګڼل کېږي.
شهباز شریف، د پاکستان لومړی وزیر، د قزاقستان د چارواکو سره په لیدنه کې څرګنده کړه چې هیله لري لاسلیک سوي هوکړهلیکونه ژر تر ژره د عملي کېدو پړاو ته داخل سي.
هغه وویل چې د دغو هوکړهلیکونو په تطبیق سره به د پاکستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي، تجارتي او کلتوري اړیکې پراخې سي.
قاسم جومارت توکایف د سه شنبې په ورځ (۱۴ دلو) پاکستان ته د دوه ورځني رسمي سفر په موخه ولاړي . د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پراخول بلل سوي دي.
د قزاقستان چارواکو په دې لیدنه کې د لویو زیربنايي پروژو د پراختیا، په ځانګړې توګه د اورګاډي او سړکونو د لارو په اهمیت ټینګار وکړ.
د دواړو هېوادونو چارواکو په وینا، د ترانزیتي لارو ښه کول نه یوازې د پاکستان او قزاقستان په ګټه دي، بلکې د سیمهییز او نړیوال تجارت لپاره پراخ فرصتونه هم برابروي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس، ټاکل سوې چې د دې میاشتې په ترڅ کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.
همدارنګه ویل سوي چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري پلان لري د خپل هېواد تر ټولو لوړه غیرپوځي نښه يي د قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو ته ورکړي.
د پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د تجارتي اړیکو پراخول په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو له ادارې سره د اسلام آباد اقتصادي اړیکې بندې سوې دي.
د پاکستان لومړي وزیر د جدی میاشتې په راپور کې ویلي و چې اسلام آباد د «افغانستان په خاوره د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د کابل د اقداماتو نشتوالي» له امله اړ سوی چې له افغانستان سره ټول تجارتي راکړه ورکړه ودروي.



