لیکونکی: ز. نظری
په معاصره منځني ختیځ کې، لږ داسې شخصیتونه لیدل کیږي چې لکه جنرال شهید قاسم سلیماني، په چوپتیا او بې ادعاوالي ، خو په ستراتېژیکه دقیقه توګه یی ، د سیمې جیوپولیتیک نقشه بدله کړې وي. هغه نه یوازې یو نظامي قوماندان وو، بلکې د ایران په ډګر کې د غرب او د هغه متحدینو د سلطې غوښتونکو پروژو پر وړاندې د سیاست بنسټګر وو. د تحلیلي ذهن، مؤمن زړه، او فداکاره روح سره، سلیماني وتوانېد ایران د دښمنانو د محاصرې له حلقې څخه د مقاومت محور مرکزي ټکي ته ورسوي.
قاسم سلیماني په عراق کې یوازې د یوه قومندان رول نه درلود، بلکې تر هغه ډېر پراخ رول یې ادا کاوه؛ هغه یو منځګړی، طراح او د شیعه او ملتپالو ځواکونو سیاسي او نظامي روزونکی وو.
د صدام له سقوط وروسته (۲۰۰۳) کال کي امریکا عراق ته ننوتله او دغه هېواد یې په یوه ډول ونیوه. قاسم سلیماني د عراق د قبیلوي او مذهبي جوړښت ژور درک درلود، او وتوانېد چې د شیعه، کرد او آن ځینو سني ډلو ترمنځ تعادل رامنځته کړي.
په ۲۰۱۴ کال کې، کله چې داعش ډلی موصل ونیو او د عراق پوځ سقوط وکړي ، هغه لومړنی قوماندان وو چې میدان ته ننوته. په سامرا او آمرلي کې د هغه شتون، د خلکو ماته سوي روحیه بیرته را ژوندی کړه او د حشد الشعبی (د عراق ولسي بسیج) بنسټ یی کېښود.
په حقیقت کې، که د هغه هوښیارانه شتون نه وای، نو بغداد ممکن د داعش ډلی لاس ته ولوېدلی وای . نن ورځ په عراق کې د سلیماني د عقلانیت او میداني مدیریت میراث تر ډېره پاتې دی.
په ۲۰۱۱ کال کې، د سوریې د بحران په پیل کې، د غرب او عرب هیوادونو غوښتل د بشار اسد حکومت ړنګ کړي ترڅو د مقاومت محور ټوټه سي. په دغه شرایطو کې، سلیماني د دمشق د سقوط د پایلو د ژورې پوهې سره، د سوریې د دفاع پروژه پیل کړه.
هغه شخصاً میدان ته ننوته، د حلب، القصیر او تدمر جګړه یې تنظیم کړه، او د سوریې پوځ، حزبالله لبنان، او ایرانی مشاورانو سره د دفاع نوې جوړښت یی رامنځته کړ.
هغه یوازې نظامي نه وو، بلکې یوه جیوپولیتیکه ستراتېژي و چې وپوهېده که سوریه په هغه وخت کې سقوط وکړي، د تهران-بغداد-دمشق-بیروت محور هم له منځه ځي.
ویلی سو لبنان د مقاومت د محور زړه دی، او سلیماني دغه زړه د خپل وینې سره ژوندی وساته.
هغه د لارښوونې له لارې حزبالله د چریکي ډلې څخه یوې منظمې او مسلکي اردو ته واړاوه، چې د اسراییل پر وړاندې د متوازن ځواک حالت جوړ کړي.
په ۳۳ ورځنۍ جګړه (۲۰۰۶) کال کې، سلیماني د شاتګ مدیریت او د دقیق تجهیزاتي همغږۍ له لارې، په اسراییلي پوځ کې د ماتې په راوستلو کې کلیدي رول ولوباوه.
نننی لبنان د هغه سړي منندوی دی چې هیڅکله په رسنیو کې ښکاره نه سو، خو د مقاومت نقشه یې په دقت سره جوړه کړي وه .
په یمن کې، که څه هم سلیماني فزیکي شتون نه درلود، خو د هغه فکري او ستراتېژیک رول د یمن د خلکو او د انصارالله غورځنګ په ملاتړ کې څرګند وو.
هغه د قدس ځواک ستراتېژیکو غونډو کې ټینګار کاوه چې یمن باید د تجاوز پر وړاندې د مقاومت سمبول سي.
د ایران معنوي او سیاسي ملاتړ د یمن مقاومت څخه د هغه انساني او اسلامي لید لورو څخه الهام اخیستی وو، چې ویل یې: «مظلوم هر ځای وي، زموږ دی او موږ د هغه یو.»
په دې توګه، د مقاومت محور د یمن په ګډون د عربي ټاپو د جنوب کې بشپړ سو او سعودي په روانه او ستراتېژیکه توګه محاصره سو.
په سلیماني شخصیت کې د پام وړ ټکی، د نظامي وړتیا او انساني اخلاقو ترکیب وو. هغه نه یوازې په میدان کې، بلکې په شخصي چلند کې هم متواضع، مراقب، او د شپې په اوښکو او د ورځې په موسکا لرونکی وو.
هغه بهرني ډیپلوماټانو چې ورسره لیدلي یی وو، د هغه سړه سینه، تحلیل ځواک، او د میداني جزئیاتو په اړه حیرانوونکې پاملرني یادونه کړې ده.
سلیماني پوهېده چې جګړه یوازې د ګولیو سره نه ګټل کیږي؛ بلکې د خلکو باور او د عسکرو ایمان جګړه دوام ورکوي.
جنرال قاسم سلیماني یوازې یو نظامي قوماندان نه وو؛ هغه د مقاومت د عقلانیت سمبول او د اسلامي نړۍ د بحران مدیریت نمونه وو.
د هغه ترور پای نه وو، بلکې په سیمه کې د بیدارۍ نوې دوره پیل سوه. په عراق، لبنان او یمن کې، د هغه د پرېکړو نښې لا هم لیدل کیږي.
که وغواړو د هغه رول په یوه جمله کې لنډ کړو، باید ووایو:
سلیماني، هغه سړی وو چې د ایران له سرحد څخه تېر سو، ترڅو د انسانیت د سرحد دفاع وکړي!



