د معمار پرس د خبر له مخې؛ “د فوټبال نړیوال فډریشن (فیفا) یوه تاریخي پریکړه کړې چې د کډوالو لوبغاړو له ډلې څخه د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي ټیم جوړونه تصویب کړي.”
د دې پریکړې پر بنسټ، نوې لوبډله به د افغان کډوالو ښځو د فوټبال ټیم (AWRT) په نوم خپل فعالیتونه پیل کړي، او فیفا د دې د تنظیم او ملاتړ بشپړ مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د فیفا مشر جیاني انفانټینو دا اقدام “په افغانستان کې د ښځو د فوټبال د بیا راژوندي کولو په لور یو مهم ګام” وباله او ټینګار یې وکړ چې فیفا ژمنه ده چې په ټوله نړۍ کې ټولو ښځو ته د سپورت فرصتونه برابر کړي.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې پخوانیو لوبغاړو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په مختلفو هیوادونو کې پناه واخیسته.