فیاض احمد ابراهیمی د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې د برونز مډال وګټه

فیاض احمد ابراهیمی، د افغانستان د رزمي ورزشونو لوبغاړی، د بحرین په کوربتوب د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې وتوانېد چې د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د برونز مډال خپل کړي.
فیاض احمد ابراهیمی د ځوانانو په آسیایی سیالیو کې د برونز مډال وګټه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، فیاض احمد ابراهیمی، د افغانستان د رزمي ورزشونو لوبغاړی، د ځوانانو په آسیایې سیالیو کې چې د بحرین په کوربتوب ترسره سوي، په دې سیالیو کې د برونز مډال په ګټلو بریالی سو.

د قرغزستان او هند د زورورو سیالانو له ماتولو وروسته نیمه پای‌لوبې ته ورسید او په پایله کې یې د دریم مقام جایزه ترلاسه کړه. همدارنګه، احمد قیومي، د افغانستان بل ورزشکار، د پنجشنبې په ورځ خپل هندي سیال ته ماتې ورکړې او ټاکل سوې ده چې د برونز مډال د ګټلو لپاره میدان ته لاړ سي.

تمه ده چې ابراهیمی سبا په خپل راتلونکي پړاو کې د سپینو زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره له خپل بل سیال سره سیالي وکړي. ویل کېږي چې د روان کال د ځوانانو آسیایې سیالۍ د ۴۵ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون په ۲۷ بېلابېلو ورزشي برخو کې په بحرین کې ترسره کېږي، او نږدې ۵۰ افغان ورزشکاران د اته ډوله ورزشي رشتو په سیالیو کې برخه اخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط