د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر او د مقاومت د جبهې مهم غړی فضل احمد معنوي ادعا کړې چې د طالبانو د مهاجرینو پخوانی وزیر خلیل الرحمن حقاني د مقاومت له جبهې سره پرله پسې او غیر مستقیمې اړیکې درلودې. معنوي څرګنده کړه، چې خليل حقاني تل د جګړې مخالف و او په پنجشير کې د جګړو پر مهال يې هڅه کړې، چې د جګړو د دوام مخه ونيسي. هغه ټینګار کړی، چې حقاني تر وروستۍ شېبې پورې پر خپل دریځ ولاړ وو. معنوي هم دغه وژنه د طالبانو د داخلي اختلافاتو پایله وبلله او ویې ویل، چې د کندهار ډلې واک انحصار کړی او دې وضعیت د طالبانو په لیکو کې خپلمنځي اختلافات او بې باوري زیاته کړې ده.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115496
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 115496
- January 2, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115496
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 115496
- January 2, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:42 - January 2, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



