فرانسه: د فلسطین په رسمیت پیژندل باید له سمبولیک اقداماتو هاخوا وي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو وویل چې د فلسطین په رسمیت پیژندل باید یوازې سمبولیک نه وي او پاریس به دا ګام یوازې ونه اخلي. هغه ټینګار وکړ چې دا پریکړه باید ریښتینې اغیزه ولري.
فرانسه: د فلسطین په رسمیت پیژندل باید له سمبولیک اقداماتو هاخوا وي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ فرانسه او سعودي عربستان به د جون له ۱۷ څخه تر ۲۰ پورې په ملګرو ملتونو کې د دوه دولتونو د حل لارې د پرمختګ لپاره یو کنفرانس جوړ کړي.

دا کنفرانس به د فلسطین او د اسراییلو د صهیونیسټ رژیم ترمنځ د شخړې په حل کې مرسته وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په دې وروستیو کې د صهیونیسټ رژیم نیوکه کړې ده. تمه کیده چې پاریس به په کنفرانس کې فلسطین په رسمیت وپیژني.

فرانسه د بریتانیا سره د دې مسلې د پرمختګ لپاره کار کوي. مکرون هیله لري چې د فلسطین په رسمیت پیژندل به نور هیوادونه هم وهڅوي چې ورته کار وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه