فایق د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

نصیر احمد فایق د افغانستان په شمال کې د زلزلې د قربانیانو سره همدردي څرګنده کړه او د ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو او د مرستو رسوونکو بنسټونو څخه یې د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=158588
۹ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 158588
کې خپور شو 9 ساعتونه پیش

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، د بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د وژونکې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ، د نړېوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د زیان‌منو کسانو د عاجلې مرستې لپاره اقدام وکړي.

فایق د دوشنبې په ورځ، د عقرب ۱۲مه، په یوه پیغام کې په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې ولیکل: «په دې سختو شیبو کې، له قربانیانو او زیان‌منو کسانو سره خپل تسلیت او یووالی څرګندوو، او له بشري بنسټونو غواړو چې هر څومره ژر چې امکان ولري، د دې پېښې د زیان‌منو کسانو سره مرسته وکړي.»

هغه همدارنګه له ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو او د مرستو رسوونکو بنسټونو وغوښتل چې د مرستو بهیر چټک او پیاوړی کړي څو د زلزله‌ځپلو خلکو عاجلې اړتیاوې پوره سي. ویل کېږي چې تېره شپه په بلخ ولایت کې د خُلم ولسوالۍ په سیمه کې د ۶.۳ ریشتر په کچه زلزله سوې ده، چې شدّت یې په ډېرو ولایتونو، کې احساس سوی دی. د زیان‌منو کسانو د ژغورنې او مرستو عملیات لا هم دوام لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
کشت-جایگزین-خشخاش
طالبانو د خشخاش د کرنې د بدیل پنځه کلن پلان تصویب اعلان کړ
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ۴.۸ میلیاردو افغانیو په بودجې سره یې یو پنځه کلن پلان تصویب کړی دی، چې موخه یې د بزګرانو لپاره د بدیل عاید رامنځته کول او د خشخاش د کرنې کمول دي.
وزارتامورخارجههندکشورهندپرچمهندوزارتخارجههند
هند د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره بشري مرستې لېږي
هند اعلان کړی چې په بلخ او سمنګان کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره ۱۵ ټنه خوراکي او درملیزې مرستې لېږي.
تمدید-قرارداد-واردات-برق-افغانستان-
د زلزلې له امله د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د برېښنا پرې کېدل
د برشنا شرکت اعلان کړی د افغانستان په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا مزي له مدار څخه وتلي او د هېواد په ګڼو سیمو، په ځانګړي ډول کابل کې، برېښنا پرې سوې ده.
WhatsApp-Image-2025-11-03-at-03.00.22_4f949d43-750x500-1
د ملګرو ملتونو د مرستو ډلې د زلزله‌ځپلو سیمو په لور واستول سوې
د ملګرو ملتونو استازولۍ په افغانستان کې اعلان کړی چې د دې سازمان د بیړنیو مرستو ډلې د افغانستان شمال کې هغو سیمو ته استول سوې دي چې له وروستۍ زلزلې‌ څخه سختې زیانمنې سوې دي، څو د خلکو اړتیاوې وارزوي او عاجلې مرستې ورسوي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي
که څه هم د دواړو لورو وروستیو لفظي نښتو او ګواښونو د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره په ترکیه کې چمتووالی لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.