د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې پروګرام (FAO) په افغانستان کې اعلان کړی چې د ښځو لپاره خوندي ډیجیټلي فضا رامنځته کول د هغوی په مؤثره ګډون او د کورنیو معیشت د پیاوړتیا لپاره یو اساسي شرط دي.
د FAO رسنیز دفتر نن دوشنبه، د قوس۱۷مه په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې ډیجیټلي تاوتریخوالی د افغان ښځو لاسرسی پوهې، بازارونو او اقتصادي فرصتونو کې په جدي توګه محدودوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې خوندي آنلاین چاپیریال برابرول د ښځو د مشرتابه، د کرنې په برخه کې د هغوی فعال ګډون، او د ټولو اتباعو لپاره د مقاومت لرونکي خوراکي سیستم رامنځته کولو زمینه برابروي.



