د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د سې شنبې په ورځ، د عقرب په ۲۰مه، په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د کوچنیو نشخوارکوونکو طاعون ناروغي د افغانستان د څارویو لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلې ده.
په دې اعلامیه کې ویل سوي دي: «په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیونو څخه زیاتې میښې او وزې د دې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.» FAO ټینګار کړی چې دا ناروغي ډېره چټکه خپرېږي، وژونکې ده، او که پراخه سي، نو د هېواد په ځینو برخو کې د کلیوالي اقتصاد د سقوط لامل کېدای سي. دغه ادارې زیاته کړې چې د آسیا د پرمختیايي بانک او د برېتانیا د حکومت په مرسته، د څارویو د واکسین کولو بهیر یې په بېلابېلو ولایتونو کې پیل کړی، څو د طاعون د خپرېدو مخه ونیسي.
د FAO د چارواکو په وینا، د وچکالۍ او د څرولو د ځایونو د له منځه تلو له امله، د څارویو روغتیایي وضعیت اوس د پخوا په پرتله ډېر نازک سوی دی. FAO مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې د خوړو او اوبو د سرچینو کموالی به د افغانستان مالداران د یوه سخت ژمي سره مخ کړي.




