عمران خان د پاکستان له حکومت سره خبرې اترې منلي دي

عمران خان مذاکره با حکومت پاکستان را پذیرفت

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د هیواد د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف له حکومت سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۲۵مه اعلان وکړ چې دا پریکړه د عمران خان په پخواني دریځ کې بدلون په ګوته کوي، چې تر دې دمه یې له حکومت سره هر ډول خبرې اترې رد کړې وې او یوازې د پاکستان له پوځ سره پر خبرو اترو ټینګار کاوه.

د راپور له مخې، عمران خان د شهباز شریف د خبرو اترو وړاندیز منلی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان ته یې لارښوونه کړې چې له حکومت سره خبرې اترې پیل کړي.

ګوهر علي خان د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د راولپنډۍ په اډیالاي زندان کې له عمران خان سره ولیدل او په دې موضوع یې خبرې وکړې.

دا خبرې اترې باید په محرمانه توګه او د تړلو دروازو تر شا، د رسنیو له کیمرې لرې ترسره شي.

بیشتر بخوانید:  چین: د افغانستان د ستونزې اصلي حل په خپله په افغانانو پورې اړه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه