بدر البوسعیدي، د عمان د بهرنیو چارو وزیر، د یکشنبې په شپه (۳ حوت) په ایکس پاڼه کې لیکلي: «زه په بشپړه خوشحالتیا تأییدوم ، چي د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا خبرې اترې د دې پنجشنبې (۷ حوت) لپاره په جینوا کې پلان سوي دي، او هڅه روانه ده چې د هوکړي د نهایي کولو لپاره لوی ګامونه پورته سي.»
د عمان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه، چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه نهایي سي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او یو بل امریکایي چارواکي هم تایید کړه، چې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمي اتومي خبرې اترې د پنجشنبې (۷ حوت) لپاره پلان سوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې مخکې د ایران او امریکا ترمنځ دویمه دوره غیرمستقیمي اتومي خبرې اترې په سوئیس کې، د عمان په منځګړتوب په جینوا کې ترسره سوې وې.




