د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د سیمه ییزو تماس ډلې دویمې ناستې ته په یوه پیغام کې ټینګار کړی چی د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د رغنده نوښتونو ملاتړ کړی دی. د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې دوهمه غونډه (د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د خاصو استازیو غونډه) د جوزا د میاشتې په ۱۹مه نیټه په تهران کې جوړه شوه. په دې کتنه کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن “کاظمي قمي”، د افغانستان په چارو کې د چین د ولسمشر ځانګړي استازي “یو شیا یونګ”، د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي “ضمیر کابلوف” او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي “اصف دراني” حضور درلود.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8980
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8980
منتشر شده در ۱۸:۳۰ - جوزا ۱۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email