د معمار پرس د خبر له مخې؛ د عراقي پانګوال احمد حامد سعید د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور سره په یوه غونډه کې د بریښنا تولید لپاره یو نوښتګر وسیله معرفي کړه.
دا وسیله د تیلو، ګازو یا اوبو په څیر دودیزو سرچینو ته اړتیا پرته کار کوي.
عراقي پانګوال د دې ټیکنالوژۍ سره د افغانستان د انرژۍ د تولید په سکتور کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.
د طالبانو د انرژۍ وزیر هم د دې نوښت هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې همکاري به وکړي او اړین شرایط به چمتو کړي.