د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالکبیر د یکشنبې ماښام په خوست ولایت کې وویل چی د غربي هېوادونو تګلاره چې پر طالبانو فشار راوړي چې د دغې ډلې چلند او تګلاره بدله کړي، بې ګټې ده. هغه له دغو هېوادونو وغوښتل چې خبرې اترې پیل کړي او له طالبانو سره “مثبتې او ښې اړیکې” تعقیب کړي. روسیې او امریکا له طالبانو غوښتي چې د اوکراین پر سر له اختلاف سره سره له خپلو مخالفو سیاسي ډلو سره خبرې وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي. تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې د مقاومت له جبهې سره تماس ونیسي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7654
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7654
منتشر شده در ۱۴:۲۵ - دلو ۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email