عبدالغني برادر: افغانستان د دښمنانو لپاره اسانه مړۍ نه ده.

عبدالغني برادر، د طالبانو د سرپرست حکومت د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستيال، د دفاع وزارت د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان پر وړاندې هر ډول ناسمه نيت او ګواښ به د طالبانو له ټينګ او پرېکنده غبرګون سره مخ سي، او افغانستان د دښمنانو لپاره اسانه مړۍ نه ده.
عبدالغني برادر: افغانستان د دښمنانو لپاره اسانه مړۍ نه ده.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ عبدالغني برادر د طالبانو د سرپرست حکومت د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستيال، د طالبانو د دفاع وزارت د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وويل چې د افغانستان پر وړاندې هر ډول ناسمه اراده به د دې ډلې له چټک او پرېکنده غبرګون سره مخامخ سي .

نوموړي زياته کړه:
«افغانستان د دښمنانو لپاره نه اسانه او نه هم خوږه مړۍ ده، بلکې د زقوم د ونې په څېر دی، چې آن نوي زېږېدلي ماشومان يې هم د هضم وس نه لري.»

برادر ټينګار وکړ چې طالبان د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او امنيت د ساتنې بشپړ چمتووالی لري او د افغانستان پر وړاندې به هېڅ ګواښ بې‌ځوابه پاتې نه سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x