عبدالعزیز کاملوف: ازبکستان چمتو دی، چې قوش تېپې کانال په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

عبدالعزیز کاملوف: ازبکستان چمتو دی، چې قوش تېپې کانال په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

په دغه کتنه کې کې د دواړو لوریو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

ملا عبدالغني برادر وویل، چې د اسلامي امارت د تېر یو نیم کال پر مهال له ازبکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لرلې او اسلامي امارت د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي.

برادر زیاته کړه:«افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت لري او که له دغه ستراتیژیک موقعیت څخه ښه استفاده وشي، دا به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې مهم رول ولوبوي. زه باور لرم، چې افغانستان او ازبکستان خپلو اړتیاوو او شته فرصتونو ته په کتو په سیمه کې دوه اغېزناک اقتصادي شریکان جوړېدای شي.»

ورته مهال عبدالعزیز کاملوف وویل، چې دوی په نړیوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستان څخه ملاتړ کړی او په هر حالت کې یې د افغانستان د ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي. کاملوف زیاته کړه، چې دوی پر ډېرو بنسټیزو پروژو سربېره چمتو دي چې د قوش‌تېپې له کانال څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په موخه له اسلامي امارت سره د خپلو تخنیکي ټیمونو په واسطه ګډ کار او همکاري وکړي.

بیشتر بخوانید:  د امریکا د کانګریس غړی: افغانستان یو داسې هېواد دی چې اصلاح نه شي کېدای

نوموړي پلاوي زیاته کړه: «ازبکستان چمتو دی، چې د نړیوالو فورمونو په مراعاتولو او له پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنې له اسلامي امارت سره د قوش ‌تېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.»

په همدې حال کې ملا عبدالغني برادر اخوند ازبک لوري ته ډاډ ورکړ، چې قوش‌تېپې کانال به د افغانستان او ازبکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډي هېوادونه لا نږدې کړي.

برادر اخوند زیاته کړه، چې اسلامي امارت چمتو دی څو د یو ګډ تفاهم له لارې دغه حیاتي پروژه سرته ورسوي.

د ناستې پای کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې دغه ډول ناستې دوامداره شي او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره په کې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x