عبدالعزیز کاملوف: ازبکستان چمتوی دی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه يو مليارد ډالرو ته پورته کړي

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=3546
۲ کلونه پیش
شماره خبر 3546
منتشر شده در ۱۶:۱۵ - حمل ۳, ۱۴۰۲

په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسایلو هراړخیزې خبرې وشوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د ازبکستان له مثبتو دریځونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مشترکو مسایلو ته حل لارې ولټوي.

مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، چې د دواړو هېوادونو لپاره په ګڼو برخو کې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

نوموړي همداراز هیله څرګنده کړه، چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان په تړاو ناستو کې د افغان حکومت د استازو حضور د دغه ډول ناستو اهمیت لا زیاتوي.

ورته مهال د ازبکستان د پلاوي مشر عبدالعزیز کاملوف وویل، چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په امر افغانستان ته راغلی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، تجارت او زراعت په برخو کې خبرې اترې وکړي.

کاملوف وویل، چې هېواد یې چمتو دی، چې د کرنې او اوبو د مدیریت په اړه د خپلو متخصصینو تخنیکي مشورې له افغان لوري سره شریکې کړي او د دوه اړخيز تجارت کچه يو مليارد ډالرو ته پورته کړي.

پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په بېلابېلو کاري برخو کې د دواړو هېوادونو د متخصصینو مشترک پلاوي تعین شي تر څو په اړونده برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرصتونو په اړه مسلسل بحثونه ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

له ازبک شرکت سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د جوزجان د ګازو د استخراج تړون لاسلیک شو
۱ ورځ پیش
له اروپايي ټولنې سره د کډوالو د ستونزو په اړه د طالب چارواکو خبرې
۱ ورځ پیش
د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه کې د ترکیې همکاري
۱ ورځ پیش
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ماموریت یو کال لپاره وغځول شو
۱ ورځ پیش
تمدید یک ساله ماموریت گزارشگر ویژه سازمان ملل در امور افغانستان
د استرالیا په پارلمان کې افغان سناتورانو نوی ګوند جوړ کړ
۱ ورځ پیش
سناتور افغان‌تبار پارلمان استرالیا یک حزب جدید تاسیس کرد
د کاناډا پارلمان په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنې په رسمیت وپېژندل
۱ ورځ پیش
د طالبانو له سفیر سره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کتنه کې د کابل-تاشکند د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار
۱ ورځ پیش
د ایران لوی څارنوال: قانوني کډوال د زده کړو حق لري
۱ ورځ پیش
دادستان کل ایران: مهاجرین قانونی حق تحصیل دارد

گزارش و مصاحبه

محب الله نوری
گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود
۲ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi
مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی
۲ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳
دکتر سید بصیر احسانی
مصاحبه اختصاصی شبکه معمار تی وی دکتر بشیر احسانی
۲ میاشتی پیش
۱۹:۳۹ - اسد ۲۸, ۱۴۰۳
حسام تالقانی
داکتر حسام الدین آشنا :اشرف غنی عامل سقوط کشور بود
۲ میاشتی پیش
۱۰:۳۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی : اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی، نماینده جمعیت اسلامی افغانستان در ایران در مصاحبه ای با رسانه "معمار" اظهار داشت اشرف غنی، رئیس جمهور سابق افغانستان، عامل اصلی سقوط حکومت بود
۲ میاشتی پیش
۱۰:۰۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
142354658
محمد رضا رضایی: انقلاب امام خمینی باعث بیداری و اتحاد جهان اسلام شد
قبل از انقلاب امام خمینی کسی جرئت نمی‌کرد که در مقابل بلوک شرق و بلوک غرب قیام کند و این امام خمینی بود که این سد را شکست و توانست انقلاب اسلامی ایران را به پیروزی برساند ...
۴ میاشتی پیش
۱۳:۳۳ - جوزا ۱۵, ۱۴۰۳