د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د جدي په ۶مه په کابل کې د «افغانستان د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ۴۴مې کلیزې» په مراسمو کې وویل چی دا ډله د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې “غچ” نه اخلي. هغه زیاته کړه: “په خبرو کې امریکايي چارواکو موږ ته وویل چې که تاسو په افغانستان کې واکمن شئ، هلته به وینه توی شي. خو زموږ مشر ټول هغه کسان وبښل چې له طالبانو سره یې سیاسي مخالفت کاوه او وروڼه یې وبلل. حنفي دغه راز وويل: “ټول هغه کسان چې په تېرو وختونو کې له موږ سره سياسي مخالف وو، د نورو افغانانو په څېر حق لري او طالبان به له هغوى څخه غچ ونه اخلي.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7240
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7240
منتشر شده در ۱۴:۱۵ - جدی ۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email