عبدالرحمن راشد د مهاجرینو د چارو د معین په توګه خپله دنده پیل کړه

memaarpress.com

د معمار وحدت د ولایت خبري اژانس د راپور له مخې، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پرون مازدیګر (د اسد ۶ مه) د دغه وزارت کارکوونکو ته مولوي عبدالرحمن راشد د دغه وزارت د مرستیال په توګه معرفي کړ.

ښاغلي حقاني وویل: له تېرو څلورو لسیزو جګړو او طبیعي پېښو وروسته یو زیات شمېر افغانان کډوال شوي او موږ د هغوی د ستونزو د مدیریت او هواري مسوولیت لرو.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وایي، افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې په کډوالۍ کې شپې او ورځې تېروي او له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، موږ په هېواد کې دننه د مهاجرینو د ستونزو د حل او له بهر څخه د مهاجرینو د راستنیدو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن یو.

ښاغلي راشد په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او په امن افغانستان کې خپل ژوند ته دوام ورکړي

بیشتر بخوانید:  پاکستان د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x