د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په کابل کې د ډلې له ویاندانو سره په یوه غونډه کې د رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ. دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پر رسنیو د سختو محدودیتونو او د خبریالانو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې یې اعلان وکړ چې دا غونډه د ویاندانو د ظرفیت لوړولو لپاره جوړه شوې وه. که څه هم ستانکزی د رسنیو د اهمیت په اړه خبرې کوي، راپورونه ښیي چې په تیرو دریو کلونو کې، په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او زرګونه خبریالان له هیواده وتلي دي. په ډېرو ولایتونو کې ښځینه خبریالانې هم له رسنیزو فعالیتونو منع شوی دي.

- 45
- کې خپور شو 2:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 117956
- January 22, 2025
- کې خپور شو 2:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 117956
- January 22, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:42 - January 22, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=117956
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

«ملي یووالی» په تقویم کې ژوندی دی، په حقیقت کې مړ سوی
15:42 - November 6, 2025

سید مصطفی کاظمي، د افغانستان د ویښ وجدان سمبول
15:35 - November 6, 2025

د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم پړاو په استانبول کې ترسره کېږي
13:26 - November 6, 2025

سولهایکس؛ د افغانستان د انجونو د زدهکړې لپاره یوه نوې لار
13:13 - November 6, 2025