د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني نن په کابل کې د سوداګرۍ خونې له پلاوي او د ایراني نندارتونونو له مشر سره په کتنه کې وویل: موږ د ایران له جمهوریت سره ښې اړیکې غواړو، د افغانستان د کرنې وزارت لپاره دوه اړخیزه همکاري اړینه ده چې د ایران په څیر وده وکړي او د دواړه خواوې خصوصي سکټورونه باید نږدې اړیکې ولري. طالب رسنیو خبر ورکړی، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنې پر ودې او همکارۍ ټینګار کړی او د کرنې په وده کې یې د خصوصي سکتور رول مهم ګڼلی دی. تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت اعلان وکړ چې د کرنې د سکتور د ودې په هدف یې زرګونه جریبه ځمکه کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په کرایه ورکړې ده. دغه وزارت همداراز په هېواد کې د کرنې د میکانیزم لپاره د پنځه کلن پلان د چمتو کولو اعلان وکړ.

- 56
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8667
- کې خپور شو 1:57 ب.ظ
- د خبر شمیره 8667
- May 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8667
- کې خپور شو 1:57 ب.ظ
- د خبر شمیره 8667
- May 16, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:57 - May 16, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



