طالب ویاند: د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي اقدامات باید د دواړو هېوادونو په تفاهم ترسره شي

طالب ویاند: د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي اقدامات باید د دواړو هېوادونو په تفاهم ترسره شي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران د هغه پلان په غبرګون کې چې د پولې د تړلو لپاره یې کار کړی دی ویلي دی چی اوس چې افغانستان یو خوندي هېواد دی او هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی. همدارنگه د هر هېواد له لوري سرحدي تدابیر نیول کېږي او باید د دواړو هېوادونو په تفاهم سره ترسره شي. ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د پولې د بندولو د هغه پلان په اړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري نیول شوي دي، ویلي دي چی په عموم کې چی د هر هیواد لخوا سرحدي اقدامات ترسره کیږي باید تفاهم شتون ولري. په همدې حال کې ایراني رسنیو دا خبره کړې ده چی د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان د ایران او افغانستان ګډو پولو ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغانستان سره په پوله د ایران د سرحدي پولو تړل د دغه هیواد له ملي پلانونو څخه وبلل او ویې ویل: د دې پولې د تړلو هدف د باثباته امنیت برابرول دي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: په پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کول او شکنجه کول به د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابې کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x