د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چی د امریکا، جرمني او سعودي عربستان استازو په دوحه کې د درېیمې غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د پرانستلو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړه: “په خلکو کې دا یادونه وشوه چې موږ تعامل غواړو او ښه تعامل هغه وخت رامینځته کیدای شي چې زموږ حق په ملګرو ملتونو کې په رسمیت وپیژندل شي.” د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ګڼو هېوادونو له اوسنۍ ادارې سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړې او په کابل کې يې خپل سفارتونه وتړل.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9348
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9348
منتشر شده در ۱۶:۲۰ - سرطان ۱۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email