طالب او روسي چارواکي د کابل او مسکو ترمنځ پر همکاریو ټینګار کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سه شنبې په ورځ (د حوت ۱۵مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې حقاني په دې لیدنه کې “د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د لا زیاتو امنیتي همکاریو پر رامنځته کولو” ټینګار کړی دی. د خبرپاڼه د خبر له مخې، حقاني او په کابل کې د روسیې سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت هم خبرې کړې دي. دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو افغانستان د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی او ویلي یې دي چې د منځنۍ اسیا وضعیت لا هم پېچلی دی.

بیشتر بخوانید:  د "مهر" د همغږي او آزادۍ شورا د شتون اعلان
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x