د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، اعلان کړي چي د کویت حکومت به په راتلونکو ورځو کې په دې هېواد کې د دوی له خوا ټاکل سوي ډیپلوماتان د افغانستان په سفارت کې ومني.
خو تر اوسه د کویت چارواکو په رسمي توګه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې، هند هم سږکال د طالبانو له خوا ټاکل سوی ډیپلومات په دهلينو کې د افغانستان سفارت کې ومانه، چې دا کړنې ځینې غبرګونونه هم راوپارول. رندیر جیسوال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په یوې خبري ناستې کې وویل چې طالبان «نور احمد نور» د سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړی دی، او هغه د دې چوکاټ لاندې د افغانستان د سفارت ټولې چارې پرمخ بیايي.
په تېرو څلورو کلونو کې، د طالبانو د واکمنۍ له بیا رغېدو وروسته، څو هېوادونو لکه ایران، روسیې ، چین، ازبیکستان، پاکستان او یو شمېر اروپایي هېوادونو د طالبانو له خوا ټاکل سوي ډیپلوماتان په رسمي استازو کې ومنل. خو د روسیې پرته، هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو واکمني په رسمي ډول نه ده پېژندلې.
هغه مسایل لکه د ترهګرۍ د ګواښونو زیاتوالی، د هغو وسلهوالو ډلو سره د مبارزې طریقه چې د سیمې او نړۍ ګټې ګواښي، د بشري حقونو رعایت او د ټولشموله حکومت جوړول، هغه مهم ټکي دي چې نړیواله ټولنه یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره پري ټینګار کړی دی.
په همدې وخت کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روان کال د دلو په ۲۳مه د طالبانو او هغو نورو ادارو پر ضد چې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي، د بندیزونو د څارنې د ډلې ماموریت یو کال نور هم وغځاوه . دغه پرېکړه د یوې قطعنامې په تصویب سره وسوه، چې ۱۵ موافقې رایې یې درلودې او کوم مخالفت یي نه درلود. د دې قطعنامې مسوده د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړاندې سوې وه.
د دې ماموریت د غځونې سره، د ۱۹۸۸ کال په نوم پر طالبانو د بندیزونو موده یو کال نور هم دوام وکړ. همدارنګه، د طالبانو د ځینو چارواکو د سفر معافیت غځول سوي نه دي.
طالبانو مخکې له دې له بیلابېلو هیوادونو غوښتنه کړې وه چې بندیزونه لېري کړي، خو د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیت، د بشري حقونو وضعیت او د ټولشموله سیاسي جوړښت نشتوالی د دې سبب سو چې د امنیت شورا د بندیزونو د غځونې پرېکړه وکړي.




