د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، څرګنده کړه چې د طالبانو اداره هڅه کوي چې له پاکستان سره رامنځته سوي وروستي کړکېچونه د خبرو او تفاهم له لارې، په سولهییز ډول حل کړي. نوموړي زیاته کړه: «له افغانستانه پاکستان ته هېڅ ډول ګواښ متوجه ندی. موږ غواړو له ټولو ګاونډیانو سره، د احترام او تفاهم پر بنسټ اړیکې ولرو.»
مجاهد د هغو افغان کډوالو په اړه هم خبرې وکړې چې په وروستیو ورځو کې له پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه سوي دي. هغه وویل: «دغه کډوال عادي خلک دي، هېڅ وسله نه لري او د هېڅ بل هېواد لپاره خطر نه جوړوي.»
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې یوازې افغان مهاجرینو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل سوې، خو د وسلوالو کسانو او د پاکستانی طالبانو (TTP) غړو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچونه زیات سوي دي په ځانګړي ډول د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) د فعالیتونو او د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو له امله، چې دواړه لوري یو پر بل د لاسوهنې او بېباورۍ تورونه لګوي.







