طالبان: کابل د پاکستان د امنیت د تأمین مسؤل نه دی

سهیل شاهین، د طالبانو استازی په قطر کې، اعلان کړی چې د اسلام‌آباد غوښتنه یې رد کړې ده چې له طالبانو یې د پاکستان د امنیت د تضمین غوښتنه کړې وه. هغه ویلي، د هر هېواد امنیت د هماغه هېواد مسؤلیت دی.
طالبان: کابل د پاکستان د امنیت د تأمین مسؤل نه دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سهیل شاهین، چې د طالبانو سفیر په قطر کې او د پاکستان سره د خبرو اترو د پلاوي غړی دی، وویل اسلام‌أباد له طالبانو غوښتنه کړې وه چې تضمین ورکړي چې په پاکستان کې به هېڅ امنیتي پېښه نه رامنځته کېږي، خو دغه غوښتنه رد سوه او خبرې اترې بن‌بست ته ولاړې.

شاهین په خپله مرکه کې له بي‌بي‌سي سره ټینګار وکړ: «لکه څنګه چې د افغانستان امنیت زموږ مسؤلیت دی، همداسې د پاکستان امنیت هم د هغوی خپله دنده ده. هېڅوک نه سي تضمین کولی چې په پاکستان کې به هېڅ امنیتي پېښه ونسي. همدې غوښتنې خبرې اترې بن‌بست ته ورسولې.»

د پاکستان چارواکي تل ادعا کوي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) غړي د افغانستان په خاوره کې پناه‌ځایونه لري او له همدې ځایه بریدونه تنظیموي، خو طالبان دا ادعا بې‌اساسه بولي. شاوخوا درې اونۍ وړاندې، پاکستان د کابل او پکتیکا په ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل چې د دواړو لورو ترمنځ یې مرګوني نښتې راوپارولې او کړکېچ یې زیات کړ.

ترکیې او قطر تېره پنج‌شنبه اعلان وکړ چې دواړه خواوې د استانبول په خبرو کې د اوربند پر دوام سلا سوي دي. ټاکل سوې ده چې د خبرو راتلونکی پړاو د روانې اوونۍ په پنج‌شنبه ترسره سي، څو د کړکېچ د کمولو لپاره حل‌لاره وموندل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه