د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین د خلکو جمهوریت او تاجیکستان جمهوریت سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندولو سره، د تاجیکستان د ختلان ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې د درې چینایي اتباعو وژل کېدل یوه غمیزه او په کلکه غندل سوې پېښه بللې ده. په هغه اعلامیه کې چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره سوې، راغلي چې د اسلامي امارت له خوا د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونې سوې او دا پېښه په کلکه غندل سوې ده.
د افغانستان اړوند ادارو د لومړنیو معلوماتو او ارزونې پر اساس، د ځینو کړیو د لاس درلودلو نښې لیدل سوي چې ښايي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بېثباتۍ او بېباورۍ د رامنځته کولو هڅه کوي. بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان دولت د تاجیکستان دولت سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره چمتو دی، او د معلوماتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او د پېښې د علتونو او عواملو د څرګندولو په موخه ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري. په پای کې د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان یو ځل بیا د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه کوي.



