د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرات کې ځايي سرچینو راپور ورکړی چې طالبانو په افغان رسنیو کې د ښځو پر فعالیتونو د طالبانو د محدودیتونو په دوام سره په رسنیو کې د ښځینه ویناوالو د شتون بندیز لګولی دی. دا حکم د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست لخوا سیمه ییزو رسنیو ته استول شوي دي. د طالبانو دې سازمان ټینګار کړی چې د ښځو خبرې کول په ټولنه کې نارینه پاروي او خبرداری یې ورکړی چې رسنۍ باید د دې امر څخه سرغړونه ونه کړي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې حکم په اړه څه نه دي ویلي

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=117029
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 117029
منتشر شده در 12:02 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email