د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې د افغانستان دفاع وزارت د ۲۰۲۵ میلادي کال په جریان کې، تر ۵۰۰ زرو څخه زیات پوځي او امنیتي عملیات په ټول افغانستان کې ترسره کړي دي.
حمدالله فطرت، د طالبانو د ویاند مرستیال، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزیون ته ویلي چې د دغو عملیاتو په پایله کې، د وسلو، مهماتو او مخدره موادو لویې زېرمې ترلاسه سوي دي. نوموړي تېر میلادي کال د دفاع وزارت لپاره «له لاستهراوړنو ډک کال» بللی دی.
د افغانستان د ملي تلویزیون د خپور سوي راپور پر بنسټ؛ چې په ۱۴م د جدی، د یکشنبې په ورځ خپور سوی، فطرت زیاته کړې چې د هېواد د پولو د ساتنې او امنیت د تأمین په موخه، له ۶۰۰ څخه زیاتې نوې امنیتي پوستې جوړې سوي دي.
په یاد راپور کې همدارنګه ویل سوي چې د طالبانو دفاع وزارت د تېر میلادي کال په جریان کې، شاوخوا ۴۸ میلیونه ډالر عاید هم راټول کړی دی.
دغه شمېرې او څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې تر دې مخکې، خپلواکو او نړیوالو بنسټونو د طالبانو د پوځي او مالي فعالیتونو د روڼتیا په اړه څو ځلې شک او تردید څرګند کړی وو.



