د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د چهارشنبې په ورځ (د جدی په ١٠ نیټه ) په خپله اېکس پاڼه کي د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی دی چي په تېر میلادي کال کي دوه میلیونه او اته سوه زره مهاجر او د افغانستان وګړي له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته راستانه سوي دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې ده چي د دغو کسانو ډېره برخه تر راستنېدو وروسته د هېواد په داخل کي ځای پر ځای سوي ده. مجاهد ویلي دي چي د مهاجرو د راستنېدو بهیر «په مناسبه توګه مدیریت سوی» او راستنېدونکو ته اړین خدمات برابر سوي دي.
نوموړی زیاته کړي چي اوسمهال د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د ښارګوټو د وېش لړۍ روانه ده.
دا په داسي حال کي ده چي په وروستیو میاشتو کي له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرو د جبري اخراج لړۍ په بېساري توګه ډېره سوې ده او زرګونه کورنۍ بې له مخکنۍ تیاري مجبوره سوې دي چي افغانستان ته راستانه سي؛ هغه موضوع چي د راستنېدونکو د ژوند، سرپناه او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په اړه یې پراخې اندېښنې را پارولې دي.



