طالبان: په سعودي عربستان کې مېشت افغان علماء دې د نظام د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې له یو شمېر افغان علماوو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د طالبانو د رژیم د پیاوړتیا لپاره کار وکړي. په دې کتنه کې حنفي وویل چې د طالبانو اسلامي امارت د امنیت تامین او د خلکو لپاره د هوساینې رامنځته کول له خپلو مکلفیتونو څخه ګڼي او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي. هغه دغه راز وويل، د هېواد علما د طالبانو د رژيم د پیاوړتیا، د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو او د خلکو د بېلابېلو برخو ترمنځ د يووالي د رامنځته کولو مسووليت لري او له هغوى يې وغوښتل چې په دې برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.

بیشتر بخوانید:  د داخلي بې ځایه شویو د انتقال لپاره د نړیوالو بنسټونو سره د طالبانو ګډ پروګرام
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x