طالبان: په دفاع وزارت کې له ۱۸۱ زرو زیات ځواکونه روزل سوي

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روان میلادي کال په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې په روان کال کې د طالبانو د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر له ۱۸۱ زرو کسانو څخه اوښتی دی.
طالبان: په دفاع وزارت کې له ۱۸۱ زرو زیات ځواکونه روزل سوي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دې ډلې د دفاع وزارت په چوکاټ کې له ۱۸۱ زرو څخه زیات کسان روزل سوي او دغو ځواکونو په پوځي روزنیزو دورو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو ویاند د چهارشنبې په ورځ، د جدی ۱۰مه، د شمېرو په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې د دفاع وزارت د روزل سوو ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره او ۸۴ کسانو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې چې په تېر یوه کال کې هم ۱ زر او ۳۰۰ نور کسان د جنایي امنیت، سرحدي او لوژستیکي برخو کې روزل سوي دي.

طالبان معمولاً خپل ځواکونه د لنډمهالو پوځي روزنیزو دورو له لارې جذب او روزي، خو د دغو روزنو د کیفیت په اړه کره او مفصل معلومات نه وړاندې کوي.

د طالبانو ویاند د طالبانو تر قوماندې لاندې د ټولو ځواکونو شمېر ته اشاره نه ده کړې، خو خپرې سوې شمېرې ښيي چې دغه ډله د خپلو امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د دفاع وزارت په رسمي چوکاټ کې، تمرکز کوي.

د روزل سوو جګړه‌مارانو د شمېر زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې نړیوالو بنسټونو د ټولنې له حده زیاتې پوځي کېدو او د طالبانو په حکومت کې د قانوني او حساب‌ورکوونکو جوړښتونو د نشتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x