د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، اعلان کړی چې د پاکستاني ځواکونو د پرون شپې هوايي بریدونو له امله په خوست کې ۹ ماشومان او یوه ښځه وژل سوي دي. هغه تایید کړې چې په کنړ او پکتیکا کې هم ورته بریدونه ترسره سوي دي. د طالبانو ویاند د سهشنبې په سهار، د لیندۍ ۴مه، په ایکس شبکه کې په یوه یادداښت کې لیکلي چې دغه برید پرون شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خوست ولایت ګربز ولسوالۍ د «مغلګي» په سیمې سوی دی.
د مجاهد په وینا، د پاکستان جنګي الوتکو «د سیمې د یوه اوسېدونکي کور» په نښه کړی چې په بشپړ ډول نړول سوی دی. په دې برید کې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ انجونې) او یوه ښځه وژل سوي دي. هغه د وژل سویو ماشومانو انځورونه هم په ایکس شبکه کې خپاره کړي دي. د طالبانو ویاند دا هم تایید کړې چې په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې هم هوايي بریدونه سوي چې په پایله کې یې ۴ ملکي کسان ټپیان سوي دي. تر دې مخکې، سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د پاکستان جنګي الوتکو د دوشنبې ماښام د کنړ ولایت د اسعدآباد په مرکز کې د «ساګي» سیمه بمبار کړې ده. د طالبانو حکومت اوس تایید کړی چې په پکتیکا کې هم هوايي بریدونه سوي دي. د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.



